انصار (دوشنبه، د سنبلې ۲۰ مه) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر افغانانو ته خبرداری ورکړ چې په خپله ځان ته د لارې ټکټ واخلي او ژر تر ژره له پاکستانه ووځي کنې سخته سزا به ورکړي.
په همدې حال کې د پاکستان اې آر وای تلویزیون راپور ورکړ چې د کراچۍ پولیسو پرون (یکشنبه) ۱۲۱ افغانان په دغه ښار کې نیولي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي په یوه خبري غونډه کې وویل:"افغانانو ته وایم چې همدا اوس مو د لارې ټکټونه واخلئ او خپل هیواد ته لاړ شئ، که ونیول شوئ، لږترلږه به لس کاله په زندان کې پراته یاست. "
ده وویل، پرېکړه شوې چې له ټولو ښارونو غیرقانوني افغانان راټول او ونیول شي. عملاً پاکستاني پولیس هغه افغانان هم نیسي چې قانوني اسناد لري. ډیر افغانان شکایت کوي چې د پاسپورټ او ویزې له لرلو سره سره یې پولیس نیسي او پیسې ورڅخه غواړي.
د پاکستان پولیس د فساد له نظره د نړۍ تر ټولو فاسد پولیس ګڼل کېږي. خو اوس چې د کورنیو چارو وزیر په کچه یوه چارواکي هم د افغانانو د نیولو او په لس کاله بند محکومولو اعلان وکړ، ښايي په پاکستان کې د افغانانو ځورول لا زیات شي.
د چارو کتونکي وايي، پاکستان له هرې لارې چې ممکنه وي غواړي چې د افغانستان د طالبانو پر حکومت فشار راوړي چې په ټي ټي پي کې له خپل نفوذه په استفادې دا ډله په پاکستان کې له حملو راوګرځوي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/26923